ننګرهار -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ / د جون ۱۳مه/ راپور ورکړ، چې په ننګرهار ولایت کې د امنیتي عملیاتو او خپلمنځي جګړو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۷ داعش اورپکي او ۱۱ طالب یاغیان ووژل شول.
د محلي چارواکو په وینا، هوایي بریدونو او د عسکرو ځمکنیو عملیاتو د ۲۴ ساعتونو په دوران کې په چپرهار ولسوالۍ کې ۷ طالب اورپکي ووژل.
چارواکو وویل، چې په درې بېلابېلو سیمو کې د سیالو ګروپونو تر منځ په نښتو کې ۲۷ داعشي او ۴ طالب اورپکي ووژل شول.