د راپورونو له مخې، داعش له طالبانو نه توره بوړه ونیوله

ای اېف پي

کابل -- چارواکو د پنجشنبې په ورځ / د جون ۱۵ مه/ وویل، چې د داعش جنګیالیو توره بوړه، چې د افغانستان په ختیځ کې په غرونو کې د سوریو یوه سلسله ده او یو وخت د اسامه بن لادن پټنځای وو، ونیوله.

اورپکو دغه سیمه له څو ورځنیو سختو جګړو څخه وروسته په دې اونۍ کې ونیوله.

د حکومت ویاند عطاءالله خوګیاڼي ای اېف پي ته وویل، «توره بوړه د داعش د جنګیالیو لاسونو ته لوېدلې ده. افغان سرتېرو تېره شپه یو عملیات وکړ چې له داعش نه یې بېرته ونیسي.»

په توره بوړه چې په ننګرهار ولایت کې پرته ده، د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې چې باور کېده د القاعدې مشر اسامه بن لادن په کې پټ دی، د ایتلافي ځواکونو له خوا سخت عملیات ترسره شول.

وروسته هغه ګاونډي هېواد پاکستان ته واوښت، چې هلته په ۲۰۱۱ کال کې ووژل شو.

ځايي قومي خلکو ای اېف پي ته تایید کړه چې طالبان د تورې بوړې له ډېرو برخو څخه په شا شوي دي.

جمعه خان چې له سلګونو نورو ځایي کورنیو سره یوځای له سیمې څخه راوتلی دی، وویل، «کله چې د داعش جنګیالیو د تورې بوړې د نیولو لپاره عملیات پیل کړل، طالبان له سیمې څخه وتښتېدل او مونږ یې د ښځو او ماشومانو خوندي ساتلو ته یوازې پرېښودو،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500