په کندهار کې تاوتریخوالي ۷ اورپکي، ۴ امنیتي پرسونل او ۲ ماشومان ووژل

سلام ټایمز

کندهار -- رسنیو راپور ورکړ چې په کندهار ولایت کې دوه پېښو ۷ تنه اورپکي، ۴ تنه امنيتي پرسونل او ۲ تنه ماشومان ووژل.‌

د طلوع نیوز د راپور له مخې، د افغان ملي اردو افسر ګدامحمد د چارشنبې په ورځ / د جولای ۱۲ مه/ وویل، چې اورپکي، ۲ پولیس افسران او ۲ عسکر وروسته له هغه په جګړه کې ووژل شول چې طالبانو د سې شنبې په ورځ / د جولای ۱۱ مه/ په کابل - کندهار لویه لاره په یوه پوځي کاروان برید وکړ.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د کندهار امنیه قوماندانۍ وویل، چې دوه ماشومان،‌ چې ۱۰ او ۱۳ کاله عمرونه یې لرل، د سې شنبې په ورځ په میوند ولسوالۍ کې د سرک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې ووژل شول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500