کابل -- پژواک خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ / د جولای ۱۳ مه/ د افغان ملي اردو له قوله راپور ورکړ، چې افغان ځواکونو په اروزګان ولایت کې هغه ۷۰ تنه عسکر وژغورل چې طالبانو له ۱۰ میاشتو راهیسې محاصره کړي ول.
د افغان ملي اردو په وینا، د ژغورنې په عملیاتو کې له ۶۰ څخه ډېر طالب اورپکي ووژل شول.
پژواک خبري اژانس همدارنګه د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې په ورته وخت کې، د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې په جګړه کې ۲۲ تنه اورپکي او یو پولیس افسر ووژل شول، او عسکرو ۱۷ کلي له یاغیانو څخه پاک کړل.
د زابل ولایت حکومتي سرچینو وویل، چې د شاه جوی ولسوالۍ جګړه چې د خالد عملیاتو برخه وه، د چارشنبې په ورځ / د جولای ۱۲ مه/ پای ته ورسېده.