کابل -- طلوع نیو د سې شنبې په ورځ / د جولای ۲۵ مه/ راپور ورکړ چې امنیتي ځواکونو د فاریاب ولایت کوهستان ولسوالي بېرته ونیوله او طالبانو ته یې درانه تلفات ور واړول.
افغان ملي اردو وویل، چې طالب اورپکو د اونۍ په پای کې کوهستان ولسوالي نیولې وه، خو عسکرو د سې شنبې په ورځ پرې متقابل برید وکړ او له ۲۰ نه ډېر اورپکي یې ووژل.
د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، په ورته وخت کې په کوهستان او د فاریاب ولایت په دوه نورو ولسوالیو کې کې هوایي بریدونو د دوشنبې په ورځ / د جولای ۲۴ مه/ ۱۴۳ تنه طالب اورپکي ووژل.
د طلوع نیوز د راپور له مخې، ځایي چارواکو د چارشنبې په ورځ / د جولای ۲۶ مه/ وویل، چې د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې عسکرو له ۲۰ څخه ډېر کلي تصفیه کړل او لږ تر لږه ۵۰ طالب یاغیان یې ووژل.