محمود راقي -- پژواک خبري اژانس د سې شنبې په ورځ /د اګست ۸ مه/ د یوې پوځي خبرپاڼې په حواله راپور ورکړ، چې افغان سرتېرو د دوشنبې په ورځ /د اګست ۷ مه/ د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د دوو ممکنه بریدګرو په ویشتلو سره د پراخو تلفاتو مخه ونیوله.
په خبرپاڼه کې راغلي، ممکنه بمي بریدګر په یوه موټرسایکل سپاره ول چې عسکرو وویشتل.
د راپورونو له مخې، د ترهګرو هدف دا وو چې د محلي پولیس افسرانو یو ګروپ په نښه کړي.