۲ پخواني افغان جنرالان له صلاحیتونو څخه د ناوړه استفادې له امله حبس شول

سلام ټایمز

کابل -- پژواک خبري اژانس د یکشنبې په ورځ /د ا ګست ۱۳مه/ راپور ورکړ، چې دوه پخواني افغان جنرالان له خپلو صلاحیتونو څخه د ناوړه استفادې له امله په حبس محکوم شول.‌

په کابل کې د اداري فساد ضد یوې محکمې دغه ورځ پخوانی ډګر جنرال محمد معین فقیر او پخوانی تورن جنرال فضل الرحمن اندرابي محکوم کړل. هغوی وویل چې هغوی به د دغو سزاوو پر ضد د استیناف غوښتنه وکړي.‌

فقیر ته د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د امنیتي پرسونل په موقفونو باندې د ۳۰ افغانانو د غیرقانوني ټاکنې له امله د پنځو کالو او درې میاشتو بند سزا واورول شوه. اندرابي ته له فقیر سره د مرستې او د هغه د هڅونې له امله د درې کالو او درې میاشتو بند سزا واورول شوه.‌

دواړو پخوانیو جنرالانو ته حکم وشو چې تاوان تادیه کړي.‌

درې نورو پوځي افسرانو برأت ترلاسه کړ.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500