په زابل کې ۱۸ پولیسان او ۳ ماشومان ووژل شول

سلام ټایمز

زابل -- طلوع نیوز د پنجشنبې په ورځ /د اګست ۱۷مه/ راپور ورکړ، چې درې ماشومان او ۱۸ پولیس افسران د چارشنبې په ورځ /د اګست ۱۶مه/ په زابل ولایت کې په درې ترهګریزو پېښو کې ووژل شول.

۸ تنه پولیس افسران د کابل - کندهار په لویه لاره د تالاشۍ په یوه پوسته د طالبانو په یوه برید کې ووژل شول. یوې امنیتي سرچینې وویل، چې اورپکو همدارنګه په شملزي ولسوالۍ کې په پرتو پوستو بریدونه وکړل، چې په نتیجه کې یې ۱۰ تنه سرحدي پولیس افسران ووژل او دوه تنه نور یې وتښتول.‌

چارواکو د پنجشنبې په ورځ تایید کړه، چې ۷ توغندي چې له یوه نامعلوم لوري څخه توغول شوي ول، د زابل ولایت د قلات ښار په بېلابېلو برخو ولګېدل او لږ تر لږه ۳ تنه ماشومان یې ووژل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500