جلال اباد -- پژواک خبري اژانس د دوشنبې په ورځ /د اګست ۲۸ مه/ د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ له قوله راپور ورکړ، چې امنیتي ځواکونو تېره میاشت په دغه ولایت کې ۱۴۰ تنه اورپکي ووژل په داسې حال کې چې ۱۰ تنه نور تسلیم شول.
امنیه قوماندانۍ وویل، امنیتي ځواکونو په دغه موده کې په ننګرهار کې ۱۸ هوایي او ځمکني عملیات ترسره کړل.