جلال اباد -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ / د اګست ۲۹ مه/ راپور ورکړ، چې طالبانو د داعش دوه تنه هغه قوماندانان چې هغوی د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې تښتولي ول، ووژل.
د ننګرهار ولایتي چارواکو وویل، طالبانو دغه دوه قوماندانان د هغوی په نیولو پسې وروسته سمدلاسه ووژل.
حکومتي چارواکو وویل، د داعش یادو غړو د ملکي خلکو او طالب یاغیانو په وژلو کې لاس درلود.