ترینکوټ -- پژواک خبري اژانس د چارشنبې په ورځ /د سپتمبر ۲۰ مه/ راپور ورکړ، چې عسکرو په اروزګان ولایت کې په جګړه کې ۲۵ تنه طالب اورپکي ووژل.
افغان ملي اردو وویل، چې افغان ځواکونو د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې په درې ناحیو کې هوایي او ځمکني عملیات ترسره کړل، او زیاته یې کړه چې ځواکونو د ټولو اړوندو سیمو کنټرول ترلاسه کړ.