کابل -- د طلوع نیوز د راپور له مخې، چارواکو تایید کړه، چې نامعلومو اورپکو د چارشنبې په ورځ /د سپتمبر ۲۷ مه/ په کابل کې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر ۲۰ راکټونه وویشتل.
د هېڅ تلفاتو راپور نه دی ورکول شوی.
د خامه پرېس د راپور په اساس، سرچینو او عیني شاهدانو وویل، چې دغه راکټونه د پلازمېنې په ۹ مه حوزه کې له یوه کور څخه وار شول.
د هوایي ډګر مقاماتو د احتیاط لپاره الوتنې لغوه کړې.