کندهار -- پولیسو د پنجشنبې په ورځ /د سپتمبر ۲۸ مه/ وویل، چې لږ تر لږه ۱۲ امنیتي پرسونل د چارشنبې په ورځ /د سپتمبر ۲۷ مه/ هغه وخت ووژل شول چې یوه اورپکي، چې یو په چاودونکیو توکو سمبال هوموي یې چلاوه، خپل ځان په کندهار ولایت کې وچاوه.
د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني تایید کړه، چې دغه پېښه په معروف ولسوالۍ کې هغه وخت وشوه چې بمي بریدګر خپل ځان د ولسوالۍ له ودانۍ څخه بهر وچاوه.
طالبانو د پېښې مسؤلیت پرغاړه واخیست.