د ننګرهار په برید کې د داعش ۳ غړي ووژل شول

سلام ټایمز

ننګرهار-- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ /د اکتوبر ۲۴ مه/ راپور ورکړ،‌ چې افغان هوایي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعش په پټنځایونو باندې په یوه برید کې د دغې ډلې لږ تر لږه ۳ تنه اورپکي ووژل.‌

ولایتي ادارې په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې افغان کمانډو ځواکونو، له نورو افغان ځواکونو سره په ګډه، دغه برید په اچین ولسوالۍ کې ترسره کړ.‌

په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو د یوه ماشین ګن او یوې ګرنېټ واروونکې وسیلې په شمول یو شمېر وسلې ونیولې.‌

له دې نه جلا، د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د داسې نویو عملیاتو خبر ورکړ چې په ترڅ‌ کې به یې د افغانستان په ختیځ کې داعشي او نور یاغیان له منځه وېوړل شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500