فاریاب -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ /د اکتوبر ۲۴ مه/ د یوې افغان پوځي سرچینې له قوله راپور ورکړ، چې په فاریاب ولایت کې د طالبانو د سیالو ډلو تر منځ جګړه کې د هغوی یو «تش په نامه» چارواکی ووژل شو.
د افغان ملي اردو د یوې سرچینې په وینا، د غورماچ ولسوالۍ تش په نامه ولسوال په وروستي خپلمنځي جنګ کې ووژل شو. د هغه د نامه په هکله څه نه دي ویل شوي.
طالبانو په دې هکله څه تبصره نه ده کړې.