وسله والو په جلال اباد کې د پاکستان د قونسلګرۍ یو کارکوونکی وواژه

سلام ټایمز

اسلام اباد -- چارواکو وویل، چې ناپېژاندو وسله والو کسانو د دوشنبې په ورځ /د نومبر ۶ مه/ د افغانستان په ننګرهار ولایت کې یو پاکستانی دیپلومات وواژه.‌

په افغانستان کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان ای اېف پي ته وویل چې دوه تنو بریدګرو چې په یوه موټرسایکل سپاره ول، په نیر اقبال رانا باندې هغه وخت ډزې وکړې چې نوموړی په جلال اباد کې یوه دوکان ته تللی وو.‌

خان وویل، «کله چې هغه روغتون ته ورسول شو،‌ هغه مړ وو،»‌ هغه زیاته کړه چې هغه «هېڅ نه پوهېږي»‌ چې ولې د پنځو ماشومانو پلا رانا په نښه شو.‌

رانا د ننګرهار د نا ارام ولایت، چې له پاکستان سره سرحد لري، په مرکز جلال اباد کې د جنرل کونسل مرستیال وو.‌

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي دغه مرګونی برید تایید کړ.‌

خوګیاڼي ای اېف پي ته وویل، «پولیسو د دې پېښې څېړنه پیل کړې ده.‌ تر دې دمه هیڅوک هم نه دي نیول شوي،»

ډان راپور ورکړ، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا برید وغانده او د کونسلګرۍ د کارمندانو او مامورینو لپاره یې، چې په افغانستان کې کار کوي، د بهتر امنیت غوښتنه وکړه.‌

اسلام اباد په پاکستان کې د افغانستان د سفارت شارژدافیرز احضار کړ او یو رسمي احتجاج یې ورته وسپاره.‌

په افغانستان کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د تاوتریخوالي له خپرېدا سره سره، دپلوماتان،‌ چې معمولا ډېر سخت امنیت یې نیول کیږي،‌ ډېر کم وژل کیږي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500