کابل -- خامه پرېس د دوشنبې په ورځ /د نومبر ۱۳ مه/ راپور ورکړ، چې افغان ولسمشر اشرف غني د یکشنبې په ورځ /د نومبر ۱۲ مه/ وویل چې د هېواد امنیتي ځواکونه به راتلونکی کال په روانه جګړه کې تهاجمي چلند غوره کړي.
غني دا خبرې د حکومتي څارنوالانو په یوه غونډه کې وکړې.
هغه وویل، چې افغان ځواکونه د هېواد له دفاع څخه پرته بل انتخاب نه لري.
له دې نه جلا، په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت قوماندان جنرال جان نېکلسن د نومبر په ۱۱مه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو ډېرېدا او د ناټو یوه نوې ستراتیژي به له افغان ځواکونو سره د هغوی د هېواد د امنیت په ښه کولو کې مرسته وکړي.