کوالا لمپور، مالیزیا-- د اسیا د کرکټ د شورا (ای سي سي) وېب سایټ لیکلي، چې د افغانستان له ۱۹ کالو څخه د کم عمر لوبغالو کرکټ ټیم په مالیزیا کې د جمعې په ورځ /د نومبر ۱۷مه/ نېپال ته په ماتې ورکولو سره، د ځوانانو د اسیایي کپ پایلوبو ته پر مخ روان دی.
افغان ټیم نېپال ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه او د یکشنبې په ورځ /د نومبر ۱۹مه/ به په پایلوبو کې د پاکستان پر ضد مقابلې ته وځي.
دغه ټیم خپله لومړنۍ لوبه د دې ټورنامنټ په ترڅ کې د نومبر په ۸ مه له پاکستان څخه ګټلې وه.
دا لومړی ځل دی چې افغانستان له ۱۹ کالو څخه د کم عمره لوبغاړو په کپ کې د ای سي سي (د اسیا د کرکټ شورا) پایلوبو ته رسېدلی دی.