د ایتلاف هوایي ځواکونو په هلمند کې د نشه ییزو توکو ۴ لابراتوارونه ویجاړ کړل

سلام ټایمز

لشکرګاه -- د هلمند ولایتي ادارې د چارشنبې په ورځ /د نومبر ۲۲ مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د ایتلاف هوایي ځواکونو د سې شنبې په ورځ /د نومبر ۲۱ مه/ د طالبانو د مالي سرچینو د په نښه کولو د نوې هڅې د یوې برخې په توګه په هلمند ولایت کې د نشه ییزو توکو ۴ نورې فابریکې ویجاړې کړې.‌

هوایي بریدونه په دېشو ولسوالۍ کې ترسره شول چې څلور فابریکې او تیار شوي نشه ییز توکي یې ویجاړ کړل. په خبرپاڼه کې راغلي، چې لږ تر لږه ۱۵ تنه اورپکي ووژل شول.‌

امریکایي او افغان هوایي ځواکونو د یکشنبې په ورځ /د نومبر ۱۹ مه/ د طالبانو د نشه ییزو توکو د مرکزونو د په نښه کولو لپاره یو ګډ هوایي کمپاین پیل کړ،چې د هلمند ولایت په شمالي برخو کې یې د نشه ییزو توکو ۱۰ لابراتوارونه ویجاړ کړل.

طالبانو د نشه ییزو توکو د جوړولو د مرکزونو له موجودیت څخه انکار کړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500