د افغانستان ولسي جرګې د کابینې ۱۱ نوماندان تایید کړل

ای اېف پي

کابل -- د افغانستان ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ /د ډسمبر ۴ مه/ د وزارتونو د پستونو لپاره ۱۱ نوماندان تایید کړل.‌

د ولسي جرګې رییس عبدالرؤف ابراهیمي وویل، «د هغو ۱۲ نوماندانو له جملې څخه، چې مونږ ته رامعرفي شوي ول، ۱۱ یې تایید او وزیران شول،» او زیاته یې کړه چې ولسي جرګې د ګروپ یوازنۍ ښځه، چې د کانونو وزارت لپاره نومول شوې وه، رد کړه.‌

د دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو په شمول د ۲۵ کسیزې کابینې له نیمو نه د ډېرو وزیرانو پستونه له څو میاشتو راهیسې بې وزیره پاتې ول.‌

اکثر وزارتونه وروسته له هغه بې وزیره شول چې ولسي جرګې یې وزیران د یو شمېر سرغړونو له امله له کاره ګوښه کړل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500