افغان هوایي بریدونو په فاریاب کې ۵ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

فاریاب -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د جنورۍ ۴ مه/ راپور ورکړ، چې افغان هوایي بریدونو په فاریاب ولایت کې لږ تر لږه ۵ تنه طالب اورپکي وژلي دي.‌

د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې وروستیو هوایي بریدونو په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو پټنځایونه وویشتل.

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500