غني د سولې لپاره د ځوانانو، ښځو او مدني ټولنې د ملاتړ غوښتنه وکړه

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز د چارشنبې په ورځ /د جنورۍ ۱۷ مه/ راپور ورکړ، چې افغان ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا په هېواد کې پر سوله تاکید وکړ او په مدني ټولنه، ځوانانو او ښځو یې غږ وکړ چې په دې پروسه کې برخه واخلي.

غني د چارشنبې په ورځ‌ په کابل کې د سولې د یوه کانفرانس په پای کې وویل، «دا جنګ د افغانستان جنګ نه دی، دا داسې جنګ دی چې پر افغانستان تحمیل شوی دی،»

هغه وویل، افغانستان له تېرو څلورو لسیزو راهیسې له یوه روان بحران سره مخامخ دی، او د دې هېواد ځوانان، ښځې او مدني ټولنه هم باید د دې بحران د پای ته رسولو لپاره کار وکړي.

غني وویل، د سولې خبرې به د کابل د سولې له دویم کانفرانس څخه وروسته ترسره شي. دا د افغانستان په هکله یو نړیوال کانفرانس دی چې له شلو نه د ډېرو هېوادونو استازي به په کې برخه واخلي او په پام کې ده چې راتلونکې میاشت ترسره شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500