امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې د القاعدې ۵ فعالان ووژل

سلام ټایمز

ننګرهار -- د ولایت د رسنیو دفتر د جمعې په ورځ /د جنورۍ ۱۹ مه/ پر فیسبوک وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې د القاعدې لږ تر لږه ۵ جیګپوړي غړي وژلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات د پنجشنبې په ورځ /د جنورۍ ۱۸ مه/ په شېرزادو ولسوالۍ کې د ملي امنیت ریاست د ځانګړیو ځواکونو له خوا ترسره شول.‌

په وژل شویو کې درې تنه چیچنیایان، یو پاکستانی او یو افغان اتباع شامل دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه اورپکي د ځانمرګو بریدونو په پلانولو او همغږي کولو کې په فعاله توګه ښکېل ول.‌

چارواکو وویل، چې عسکرو د دغو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه درې تنه نور اورپکي ونیول.

افغان ځواکونو ۴ ای کی- ۴۷ کلاشینکوفونه، یوه پیکا، یوه تمانچه او یوه اندازه مهمات ونیول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500