امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې د طالبانو د استخدام مسؤل ونیو

سلام ټایمز

ننګرهار -- خامه پرېس د دوشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۶مه/ راپور ورکړ، چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست منسوبینو په ننګرهار ولایت کې په دوه جلا جلا عملیاتو کې دوه تنه طالب اورپکي نیولي دي.

د والي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په یاد ولایت کې د طالبانو د استخدام مسؤل مولوي رفیع الله د جلال اباد په ۴ مه حوزه کې ونیول شو.

له دې جلا، افغان امنیتي ځواکونو په شېرزاد ولسوالۍ کې د ملا صابر په نامه د طالبانو د ډلې یو غړی ونیو. په اعلامیه کې راغلي، چې هغه په یاده ولسوالۍ کې په ویجاړوونکیو فعالیتونو کې په فعال ډول ښکېل و.

د اعلامیې په اساس، یادو دوه توقیف شویو کسانو اعتراف وکړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500