ننګرهار -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۹ مه/ راپور ورکړ، چې د ایتلاف هوایي بریدونو په ننګرهار ولایت کې د داعش لږ تر لږه درې غړي ووژل.
د افغان ملي اردو په ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې چارواکو وویل، چې دغه هوایي بریدونه د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۱۷ مه/ د نازیان ولسوالۍ په دوه خولې سیمه او د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګوري سیمه کې ترسره شول.
د راپورونو په اساس، یو بل اورپکی ټپي شو.
سېلاب قول اردو وویل، چې له دې نه جلا، د چپرهار ولسوالۍ په کنډیباغ سیمه کې د یوه عملیات په ترڅ کې د داعش د جنګیالیو او د افغان ځواکونو تر منځ جګړه کې د داعش یو غړی ووژل شو او یو بل یې ټپي شو.