امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې په ګډو عملیاتو کې د داعش ۱۱ جنګیالي ووژل

سلام ټایمز

ننګرهار-- خامه پرېس د جمعې په ورځ /د فبرورۍ ۹ مه/ راپور ورکړ، چې افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعش لږ تر لږه ۱۱ غړي ووژل.

د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو وویل، چې په وژل شویو کې د یاد ترهګر ګروپ دوه ځایي مشران هم شامل دي.

قول اردو وویل، چې دغه عملیات د ځایي او ملي پولیس ځواکونو او افغان ملي اردو له خوا په ګډه په ده باله ولسوالۍ کې ترسره شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500