په فراه ولایت کې له وخت نه مخکې چاودنې ۴ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

فراه -- د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د دوشنبې د ورځې /د فبرورۍ ۱۲ مې/ د یوې خبرپاڼې په اساس، لږ تر لږه ۴ تنه طالب اورپکي د اونۍ په پای کې (یکشنبه) د خپلو چاودېدونکيو توکو په وسیله ووژل شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې اورپکو یو موټر، چې چاودېدونکي توکي په کې ځای پرځای شوي ول، د یکشنبې په ورځ /د فبرورۍ ۱۱ مه/ د اناردرې ولسوالۍ په دهنه جوال کلي کې روان کړی وو، چې له وخت نه مخکې یې چاودنه وکړه.

خبرپاڼه زیاتوي، «یوه اندازه مهمات او وسلې هم ویجاړ شول خو په پېښه کې ملکي کسانو ته زیان ور ونه رسېد،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500