د جوزجان پولیسو د نشه ییزو توکو دوه قاچاقچیان ونیول، ۷۰ کیلوګرامه اپین یې ضبط کړ

سلام ټایمز

جوزجان -- پژواک خبري اژانس د دوشنبې په ورځ /د فبرورۍ ۱۲ مه/ راپور ورکړ، چې افغان پولیسو دوه کسان، چې د ناقانونه نشه ییزو توکو په قاچاق تورن ول، په جوزجان ولایت کې نیولي دي.

د جوزجان ولایت د امنیه قوماندان مرستیال ډګروال عبدالحفیظ خاشي وویل، چې مشکوکو کسانو، چې د بریالي او محمد افضل په نومونو یاد شوي، هڅه کوله چې د بلخ ولایت له چاربولک ولسوالۍ څخه فاریاب ولایت ته ۷۰ کیلوګرامه اپین قاچاق کړي.

هغه وویل، قاچاقچیان د ولایت د مرکز شېبرغان په لمنو کې ونیول شول.

خاشي وویل،«ټول خلک پوهېږي چې د نشه ییزو توکو د کاروبار اکثره ګټه د اورپکو لاسونو ته ورځي، ځکه چې هغوی خپله جګړه د همدغو پیسو له لارې تمویلوي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500