ننګرهار-- د ننګرهار د ولايتي چارواکو په وینا، د افغانستان د ملي امنیت د ریاست منسوبینو په جلال اباد کې د یوه بمي برید پلان شنډ کړ.
د والي یوه ویاند عطاءالله خوګیاڼي د سې شنبې په ورځ /د فبرورۍ ۱۳ مه/ په یوه خبري کانفرانس کې وویل، چې د ملي امنیت د ریاست استخباراتي منسوبینو په رودات ولسوالۍ کې یوه داسې عراده، چې چاودېدونکي مواد په کې ځای پرځای شوي ول، کشف کړه.
د والي د دفتر د رسنیو څانګې په فیسبوک خپره کړې یوه اعلامیه کې د خوګیاڼي له قوله ویلي، «حقاني شبکې پلان درلود چې په جلال اباد ښار کې په یوه مهمه حکومتي ودانۍ باندې برید وکړي، خو له نېکه مرغه زمونږ د ملي امنیت د ریاست منسوبینو د هغوی پلان شنډ کړ،»
مقاماتو یاد موټر په یوه کنټرول شوې چاودنه کې وچاوه.