ننګرهار-- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د جمعې په ورځ /د کب ۱۱ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې په ننګرهار ولایت کې د طالبانو او داعش تر منځ د جګړې په نتیجه کې لږ تر لږه ۳ تنه اورپکي ووژل او ۵ تنه نور ټپیان شول.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه نښته د پنجشنبې په ورځ /د کب ۱۰ مه/ په چپرهار ولسوالۍ کې پېښه شوه.
چارواکو وویل، چې په ټپیانو کې درې تنه د داعش اورپکي دي.