کابل -- چارواکو د یکشنبې په ورځ /د وري ۱۲ مه/ وویل، چې له درې کلن ځنډ څخه وروسته به د افغانستان د قانون جوړوونکې قوې انتخابات د تلې په ۲۸مه ترسره کړي.
دغه ټاکنې باید اصلاً په ۲۰۱۵ کال کې، د ولسمشرۍ له ټاکنو څخه وروسته شوې وای، خو امنیتي وېرې او په حکومت کې دننه لوجیستیکي مسایل د دې سبب شول چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې مکرر ځنډونه پېښ شي.
که انتخابات وشي، کاندیدان به د ولسي جرګې په ۲۴۹ چوکیو ۵ کاله کار وکړي. له دې سره په یو وخت به د هېواد په خواوشا ۴۰۰ ولسوالیو کې د ولسوالیو د شوراګانو لپاره هم انتخابات وشي.
په پام کې ده چې د ولسمشرۍ انتخابات د ۱۳۹۸ کال د وري په میاشت کې ترسره شي.
د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت په یوه ټویټ کې وویل، د ولسي جرګې انتخابات «د افغانستان د اسلامي جمهوریت مشروعیت پیاوړی کوي او طالبانو ته د داسې لارې وړاندیز کوي چې له سیاسي پروسې سره یوځای شي».