د یوناما تښتول شوې کارمنده او ماشوم یې په کابل کې ازاد شول

سلام ټایمز

کابل -- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۳ مه/ په یوه اعلامیه کې تایید کړه، چې د هغوی یوه کارمنده، چې د تېر کال د سلواغې په میاشت کې له خپل ماشوم سره یوځای په کابل کې تښتول شوې وه، ازاده کړای شوه.‌

ښځه او د هغې موټروان، چې دواړه افغانان دي، هغه وخت نادرک شول چې وسله والو سړیو د سلواغې په ۲مه د هغوی موټر ودراوه. په اعلامیه کې راغلي، چې د موټروان مړی د کب په ۲۵ مه په کابل کې وموندل شو.

د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستیالې او د یوناما سرپرستې رییسې، اینګریډ هیدین،‌ وویل، «مونږ دغه شرموونکې تښتونه او زمونږ د یوه همکار قصدي وژنه غندو،»

هغې وویل، «مونږ د هغو کورنیو په حال سخت خواشیني یو چې په دغه جرم کې متأثر شوي دي، او مونږ په مقاماتو زور اچوو چې ټول وس وکړي او مرتکبینو ته د خپلو عملونو سزا ورکړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500