ننګرهار -- د ولایت د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۰ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف یوه هوایي برید د چارشنبې په ورځ /د غبرګولي ۹ مه/ په ننګرهار ولایت کې د داعش د ترهګرې ډلې لږ تر لږه ۱۷ غړي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه برید د هسکې مېنې ولسوالۍ په اوغز سیمه کې ترسره شو.
اعلامیه زیاتوي، چې د اورپکو وسلې او مهمات هم ویجاړ شول.