په تخار کې امنیتي ځواکونو ۴۰ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

تخار -- د دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۵ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو په تخار ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۰ تنه طالب اورپکي ووژل.‌

په اعلامیه کې راغلي، چې تصفیوي عملیات دوه ورځې مخکې په دشت کلا او خواجه بهاءالدین ولسوالیو کې شروع شول.

اعلامیه زیاتوي، چې په وژل شویو کې د اورپکو محلي قوماندان ملا محمد قزل، چې په ابو یوسف هم مشهور دی، هم وژل شوی دی.

طالبانو سمدلاسه څه تبصره نه ده کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500