افغان هوایي بریدونو په فاریاب کې ۲۴ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان هوایي بریدونو د یکشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۰ مه/ په فاریاب ولایت کې لږ تر لږه ۲۴ تنه طالب اورپکي ووژل او ۳۱ تنه نور یې ټپیان کړل.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه هوایي بریدونه په پښتون کوټ ولسوالۍ کې ترسره شول.

اعلامیې زیاته کړې، چې په ټپیانو کې د فاریاب ولایت لپاره د طالبانو د پوځي کمېسیون مشر، چې د مخدوم عالم په نامه یاد شوی، هم شامل دی.

افغان ځواکونو د طالبانو پر ضد تهاجمي عملیات وروسته له هغه بیا پيل کړل چې ولسمشر اشرف غني د شنبې په ورځ /د چنګاښ ۹ مه/ د ۱۸ ورځني اوربند پای اعلان کړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500