داعش په سرپل کې ۱۵ طالب جنګیالي ووژل

ای اېف پي

مزارشریف -- چارواکو وویل، د داعش مشکوکو اورپکو په طالب جنګیالیو، چې د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۶ مه/ په سرپل ولایت کې د یوېجنازې مراسمو ته راټول شوي ول، برید وکړ او د دواړ سیالو ډلو تر منځ په دغه تازه تاوتریخوالي کې یې ۱۵ کسان ووژل.

د ولایت امنیه قوماندان عبدالقیوم باقي زوی ای اېف پي ته وویل، ۵ نور طالبان په صیاد ولسوالۍ کې په یوه کور د شوي دغه برید په ترڅ کې ټپیان شول.

باقي زوی زیاته کړه، چې په مړو کې د طالبانو یو قوماندان هم شامل وو.

حمله کوونکي له سیمې څخه تښتېدلي دي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني د مړو شمېر تایید کړ.‌

اماني وویل، «داعش او طالبان په ګاونډيو ولایتونو جوزجان او سرپل کې له دوه میاشتو څخه ډېر وخت راهیسې یو بل پر ضد جګړې کوي چې دواړو خواو ته په سلګونو کسان وژل شوي دي،»

طالبانو سمدلاسه څه نه دي ویلي. داعش سمدلاسه مسؤلیت نه دی اخیستی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500