هلمند -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ /د زمري ۱۶مه/ د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې افغان ځانګړیو ځواکونو په هلمند ولایت کې د القاعدې یو جیګپوړی مشر وژلی دی.
د ځانګړیو ځواکونو ویاند احمد جاوېد سلیم د عملیاتو د نېټې له ښکاره کولو څخه پرته تایید کړه چې عبدالرحیم المصري په ګرمسېر ولسوالۍ کې ووژل شو.
هغه وویل، چې عسکرو په دغو عملیاتو کې ۶ نور اورپکي هم ووژل، او زیاته یې کړه چې هغوی وسلې او نور پوځي تجهیزات ضبط کړل.