په بغلان کې لږ تر لږه ۶ طالب اورپکي ووژل شول

سلام ټایمز

بغلان -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د وږي ۱۴مه/ راپور ورکړ، چې د یوه محلي قوماندان په شمول لږ تر لږه شپږ طالب جنګیالي د بغلان ولایت په لکڼ کلي کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د نښتو په ترڅ کې ووژل شول.

خامه پرېس د افغان ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو د یوې اعلامیې په اساس لیکلي، چې د طالبانو وژل شوی قوماندان د قاري جاوېد په نامه یاد شوی دی.‌

په اعلامیه کې راغلي، چې په نښته کې لږ تر لږه ۱۱ طالبان او دوه افغان عسکر ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.‌

د دفاع وزارت د وږي په ۱۴مه په یوه ټویټ کې وویل، چې د افغان ملي اردو له خوا ترسره شویو هوایي بریدونو د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې ۱۲ تنه یاغیان ووژل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500