هرات -- د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ /د تلې ۲۲ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې د هرات ولایت لپاره د طالبانو د تش په نامه والي مرستیال، منان لېوني، په هرات کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د ور رسېدلو ټپونو تاب را نه وړ او مړ شو.
په اعلامیه کې راغلي، چې افغان پولیسو لېونی څو ورځې مخکې د اوبه ولسوالۍ په رېزک سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې ټپي کړ، خو هغه د یکشنبې په ورځ مړ شو.
هغه په پشتون زرغون او اوبه ولسوالیو کې په ترهګریزو بریدونو کې ښکېل وو.
طالبانو سمدلاسه په دې هکله تبصره نه ده کړې.