پکتیا -- د افغان ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د لړم ۱۰مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف هوایي بریدونو په غزني ولایت کې لږ تر لږه ۱۲ تنه طالب اورپکي ووژل.
اعلامیه د پېښې د وخت په هکله له جزیاتو څخه پرته وایي، چې دغو هوایي بریدونو په اندړ، آب بند او مقر ولسوالیو کې د اورپکو پټنځایونه وویشتل.
اعلامیه زیاتوي، چې په وژل شویو کې د غزني لپاره د طالبانو د تش په نامه والي مرستیال ملا نسیم او په یاد ولایت کې د دغه ګروپ د سرې قطعې قوماندان عبدالله (چې د ګوډ داود په نامه هم یادېده) شامل دي.
طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.