د طالبانو موټربمي برید په کابل کې له برتانوي امنیتي کمپنۍ څخه بهر لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل

ای اېف پي

کابل -- چارواکو وویل، یوه موټربمي برید د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ ۷ مه/ ناوخته په کابل کې له یوې برتانوي امنیتي کمپنۍ د ودانۍ څخه بهر لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل.

برتانوي امنیتي کمپنۍ جي ۴ اېس د پنجشنبې په ورځ /د لیندۍ ۸ مه/ وویل چې د یوه برتانوي او څلورو افغانانو په شمول پنځه تنه کارمندان یې وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش ای اېف پي ته وویل، «په برید کې پنځو بریدګرو برخه لرله، یوه خپل موټر په دروازه کې وچاوه، او څلور نور په پښو روان ول، او ودانۍ ته ورننوتل،». پنځه واړه اورپکي ووژل شول.

طالب اورپکو په یوه اعلامیه کې د پېښې مسؤلیت پرغاړه واخیست.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500