په کابل او سمنګان کې مقاماتو د بمي بریدونو پلانونه شنډ کړل

سلام ټایمز

کابل -- د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۹مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان پولیسو د سمنګان ولایت په صوف دره ولسوالۍ کې دوه د سړک د غاړې بمونه وموندل.

اعلامیه د ښار له مشخصولو څخه پرته زیاتوي، «په وخت سره د چاودېدونکو موادو کشف یو ترهګریز برید شنډ کړ او ښار یې له ... تراژیدۍ څخه وژغوره،»

له دې جلا، د کابل ولایت امنیه قوماندانۍ د یکشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۸مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې په کابل کې پولیسو په دغه ښار باندې یو احتمالي راکټي برید شنډ کړ.

د اعلامیې په اساس، پولیسو د یکشنبې په ورځ یو بي اېم ۱، چې د ښار په ۷مه ناحیه کې ځای پرځای شوی او د وارولو لپاره چمتو کړای شوی وو، کشف او د ملي امنیت ریاست د انجنیرۍ ټیم شنډ کړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500