د غني د سولې استازی د خبرو لپاره پاکستان ته ځي

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز د چارشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۲مه/ راپور ورکړ، چې د سیمه ییزو چارو او سولې لپاره د ولسمشر اشرف غني نوی ځانګړی استازی، محمد عمر داودزی، پلان لري چې را روانه اونۍ د سولې د عالي شورا له یوه پلاوي سره یوځای پاکستان ته لاړ شي او د سولې د ترلاسه کولو لپاره د یوې سیمه ییزې اجماع په هکله خبرې اترې وکړي.

داودزي د چارشنبې په ورځ په کابل کې وویل، «مونږ په ریښتیا سره غواړو چې سولې ته ورسېږو. له دې امله، په کار دی چې مونږ یوه سیمه ییزه اجماع ترلاسه کړو، او زمونږ لومړنی سفر به راتلونکې اونۍ پاکستان ته وي. بیا به مونږ پرېکړه وکړو چې آیا ایران ته لاړ شو.»

داودزي، چې د سولې د عالي شورا مشري کوي، وویل، دا روښانه نه ده چې طالبان اصلاً څه غواړي.

د سولې د عالي شورا غړي لږ وروسته له هغه پاکستان ته ځي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د لیندۍ او مرغومي په میاشت کې دوه ځلې افغانستان ته راغی چې د سولې په هکله خبرې اترې وکړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500