افغان ځواکونو د بدخشان تاشکان ولسوالي له طالبانو څخه پاکه کړه

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۳مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځواکونو د بدخشان ولایت په تاشکان ولسوالۍ کې په ګډو تصفیوي عملیاتو کې لږ تر لږه شپږ طالب اورپکي ووژل او نهه نور یې ټپیان کړل.

اعلامیه د نورو جزیاتو له ورکولو څخه پرته زیاتوي، د افغان ملي اردو، افغان ملي پولیسو، افغان محلي پولیسو، د ملي امنیت ریاست او محلي پاڅون ځواکونو په دغو عملیاتو کې، چې د مرغومي په ۴ مه پیل شول، برخه واخیسته.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500