مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د چارشنبې په ورځ /د سلواغې ۳ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان او ایتلافي ځواکونو په فاریاب ولایت کې د څلورو مهمو مشرانو په شمول لږ تر لږه ۵۷ طالب اورپکي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه عملیات، چې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت هوایي ملاتړ ورسره وو، د چارشنبې په ورځ د قیصار ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې ترسره شول.
اعلامیه وایي، چې په وژل شویو کې د پنځو شمالي ولایتونو لپاره د طالبانو مالي مسؤل، ګندم علي، او د قیصار ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه قاضي او تش په نامه ولسوال شامل دي.
طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.