ننګرهار -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د جمعې په ورځ /د سلواغې ۱۹مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځانګړیو ځواکونو د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د درې ورځنیو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱ تنه طالب جنګیالي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه عملیات د چارشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۷مه/ د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې پیل شول چې د افغان هوایي ځواک له خوا یې ملاتړ کېده.
اعلامیه زیاتوي چې د عملیاتو په ترڅ کې د نشه ییزو توکو یو لابراتوار ویجاړ کړای شو.