کابل -- د ملي امنیت شورا له خوا خپره شوې یوه اعلامیه وایي، چې د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې لاریونوالو وروسته له هغه د کابل - کندهار لویه لاره بیا پرانستله چې د ولسوالۍ یو شمېر مشرانو د شنبې په ورځ /د کب ۴ مه/ په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سره وکتل.
د اعلامیې په اساس، دغو لاریونوالو له یوې اونۍ راهیسې لاریون روان کړی وو، او غوښتل یې چې د هغوی د ولسوالۍ درجه دې ولایت ته پورته کړای شي. هغوی دا غږ وروسته له هغه جیګ کړ چې د محلي اورګانونو خپلواک ریاست د تېرې میاشتې په وروستیو کې د نویو ولایتونو د رامنځته کولو پلانونه تایید کړل.
محب له مشرانو څخه د لاریون د پای ته رسولو له امله مننه وکړه، او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې یو کمېسیون به د لاریونوالو دغه غوښتنې وارزوي.