د ملي امنیت ریاست ځانګړیو ځواکونو په نیمروز کې د طالبانو مرکزونه ویجاړ کړل

سلام ټایمز

کابل -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د کب ۲۳مه/ د ملي امنیت ریاست له قوله راپور ورکړ چې د دغې ادارې ځانګړیو ځواکونو په نیمروز ولایت کې د طالبانو په څو مرکزونو باندې بریدونه وکړل.‌

د ملي امنیت ریاست په اعلامیه کې د برید د وخت په هکله له نورو جزیاتو ورکولو څخه پرته راغلي چې ځانګړیو ځواکونو په دل آرام او خاشرود ولسوالیو کې یو پټنځای، محبس او د نشه ییزو توکو لابراتوار په نښه کړل.

اعلامیه زیاتوي چې عسکرو ۱۰ ټنه نشه ییز توکي او د اورپکو وسلې ونیول. یو اورپکی ووژل شو.

دغو مرکزونو د طالبانو محلي مشرانو ملا سلام چې په حاجي صبور مشهور وو او مولوي هاشم چې په حنظله مشهور وو، پورې اړه لرله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500