افغان حکومت به طالبانو ته بلنه ورکړي څو په را روانه مشورتي لویه جرګه کې برخه واخلي

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز د چارشنبې په ورځ /د وري ۱۴مه/ راپور ورکړ چې افغان حکومت به په رسمي توګه طالبانو ته بلنه ورکړي څو د سولې په هکله را روانه مشورتي لویه جرګه کې، چې د غوایي ۹ مه یې مهالوېش ټاکل شوی دی، برخه واخلي.

طلوع نیوز د سولې په هکله د سیمه ییزو چارو د اجماع په برخه کې د ولسمشر اشرف غني د ځانګړي استازي محمد عمر داودزي له قوله راپور ورکړ چې د سې شنبې په ورځ /د وري ۱۳مه/ یې وویل، «هیله ده چې مونږ به په رسمي توګه طالبان را وبلو چې په جرګه کې برخه واخلي، او که هغوی برخه واخلي، زمونږ موقف به یو شي او ملي بڼه به غوره کړي،»

تمه ده چې د هېواد له بېلابېلو برخو څخه له ۲۰۰۰ څخه ډېر افغانان په دې جرګه کې برخه واخلي او له طالبانو سره د سولې په هکله خبرې وکړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500