فراه -- د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۲۳مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې یوه هوایي برید د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال حافظ عبدالحق وواژه.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه پېښه د یکشنبې په ورځ /د غوایي ۲۲مه/ ماخوستن مهال د بالا بولوک ولسوالۍ په شوز کلي کې وشوه.
اعلامیه زیاتوي چې لږ تر لږه پنځه نور اورپکي ووژل شول.
طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.